کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د هېواد په درېیو ولایتونو فراه، لغمان او میدان وردګ کې پر زرګونه اړو کورنیو د خوراکي توکو او نغدو پیسو د وېش لړۍ پیل شوه.

د فراه ولایت په مرکز کې د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) له لوري له ۴۴۰۰ کورنیو سره د نغدي مرستې وېشلو لړۍ پیل شوه.

د همدې مرستې تطبیقوونکې موسسې مسوول او د پروژې مدیر نعمتالله علیزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې اړمنې کورنۍ مخکي سروې شوې وې او اوس پرې د مرستو لړۍ پیل شوه.

د علیزي په خبره، هرې کورنۍ ته د ۵ میاشتو لپاره هره میاشت ۴۳۰۰ افغانی ورکوي.

دغه راز د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ له ۶۹۶۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو وېشلو لړۍ پیل شوه.

د الینګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح پژواک خبري اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۶ کیلو دال او ۷ کیلو غوړي ورکول کېږي.

بلخوا، د میدان وردګو د مرکز اړوند کهنه خمار سیمه کې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له خو ۲۰۰ کسانو ته د کار په بدل د پیسو ورکولو پنځو پروژو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي وحیدالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پروژې د ۴ اعشاریه ۶ مېلیون افغانیو په بدل کې د دوو میاشتو په موده کې پلې کېږي چې لویې لارې، کانالونه او استنادي دېوالونه به ورغول شي.