په جرمني کې یوې محکمې هغه دوه افغان وروڼه پر عمري بند محکوم کړي چې خپله خور یې له دې امله وژلې وه چې ګواکې «عصري» ژوند کوي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د مخکنۍ ولسي جرګې د غړې مرسل نبيزاده او یوه ساتونکي وژلو په تور د هغې بل ساتونکی نیول شوی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ازبکستان له لوري د تخنیکي ستونزو په هوارېدلو سره اوسمهال د کابل اوسېدونکو او فابریکو ته منظمه برېښنا ورکول کېږي.
د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۲۲ زره کسانو اوښتی او تر ۷۵ زره نور ټپیان شوي دي.
په اروزګان کې له ۲ زره او ۱۰۰ اړو کورنیو سره او په بامیان کې له ۵ زره او ۴۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه؛ دغهراز په فراه کې بیا له ۶۹۴ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړه شوو شمېر ۱۱۲۰۰ او د ټپیانو تر ۴۰ زرو پورې رسېدلی دی.
ریاستالوزراء له هېواده بهر له ټاکلې اندازې پورته د ډالرو پر وړلو د بندیز اعلان ترڅنګ، له هېوادوالو غوښتي چې د راکړې ورکړې پر مهال ملي کرنسي (افغانۍ) وکاروي.
اسلامي امارت د ترکيې له زلزلهځپلو سره لس میليونه افغانۍ او د سوريې له زلزلهځپلو سره پنځه ميليونه افغانۍ مرسته اعلان کړه.
د قطر د بهرنیو چارو ځانګړي استازي د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې د یوه داسې سیاسي اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار کړی چې په افغانستان کې تلپاتې ثبات تضمین کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په ترکيې او سوريې کې د زلزلې له امله له دغو دواړو هېوادونو سره غمشريکي وښوده او له اسلامي هېوادونو او نړۍوالو مرستندويه ادارو یې وغوښتل چې د زلزلې له قربانيانو سره مرستې وکړي.
د ماليې وزارت د سیګار وروستی راپور چې په کې ویل شوي چې چې اسلامي امارت له هغو انجوګانو چې بشردوستانه مرستې کوي، د لایسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي، رد کړی دی.
پاکستان ویلي چې د اسلامي امارت له مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی افغانستان ته لېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP