ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېښنا شرکت: له ازبکستانه د وارداتي برېښنا ستونزه هواره شوې ده

برېښنا شرکت: له ازبکستانه د وارداتي برېښنا ستونزه هواره شوې ده

author avatar
12 Feb 2023 - 04:43
برېښنا شرکت: له ازبکستانه د وارداتي برېښنا ستونزه هواره شوې ده
author avatar
12 Feb 2023 - 04:43

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ازبکستان له لوري د تخنیکي ستونزو په هوارېدلو سره اوسمهال د کابل اوسېدونکو او فابریکو ته منظمه برېښنا ورکول کېږي.

د برېښنا شرکت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا څرګندونې د کابل برېښنا رییس مولوي حکمت‌الله اخندزاده په کابل کې د برېښنا شرکت اړوند د یوه کمپلېکس جوړولو د چارو پیل پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه، د ازبکستان هېواد له لوري د برېښنا تخنیکي ستونزې په حل کېدو سره اوسمهال په پلازمېنه کابل کې د برېښنا وضعیت ښه شوی او د پېرودونکو په ګډون صنعتي فابریکو ته هم منظمه برېښنا ورکول کېږي.

تر دې مخکې په یو لړ مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت د وسایطو عمومي کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په دغه مراسمو کې د برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا محمد حنیف حمزه او ځینو نورو اړوند مسؤولینو حضور درلود.

د افغانستان برېښنا شرکت د اداري ریاست په استازیتوب ساختماني مدیر انجنیر عبدالله جمال د پروژې په اړه بشپړ تخنیکي معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې پر دغه کمپلېکس ۳۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

هغه زیاته کړه، په دغه کمپلېکس کې د برېښنا شرکت مرکزي دفتر، د کابل برېښنا او د برېښنا اړوند ولایتي واحدونو موټرونو او اړوند نورو وسایطو ترمیم او د اړتیا وړ نفتي توکو چمتو کولو ځای شامل دی.

د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رییس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، څرنګه چې افغانستان اوسمهال د ځان‌بسیاینې پر لور روان دی، برېښنا شرکت هم د نیمګړو پروژو بشپړولو او په ځانګړي ډول د برېښنا له اړخه د ځان‌بسیاینې پر لور ګامونه پورته کړي دي.

هغه وویل، د افغانستان برېښنا شرکت لپاره دغه جوړېدونکی کمپلېکس به د موټرو ترمیم او تخنیکي ستونزو اساسي حل لپاره پر ځانګړي ورکشاپ سربېره، د اړتیا وړ نفتي توکو لپاره د تېلو پمپ او د موټرو مېنځلو ځای هم ولري.

[/restrict]

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.