Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په پروان، تخار، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې نن له اووه زره ۶۵۴ اړو کورنیو او بېوزلو کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د اسلامي امارت له خوا په موسسو کې د افغان مېرمنو د کار د بنديز تر پرېکړې وروسته، د ۱۵۱ موسسو ۸۶ سلنه چارې یا درېدلې او یا یې هم فعالیتونه محدود شوي دي.
لوګر کې پر زرو سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول او سمنګان کې له ۸ زره ۸۰۲ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د تهران د شريف پوهنتون یو علمي غړی وايي، دغه پوهنتون څه باندې پنځه زره ساعته درسي ويډيوګاڼې لري چې د افغانستان محصلين ترې وړيا استفاده کولی شي.
د پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران وايي، اسلاماباد او انقره به “د یوه باثبات افغانستان” لپاره په ګډه کار وکړي.
په لغمان کې له ۷۲ بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته، ميدان وردګو کې د مچيو له ۳۷ روزونکو سره د وسایلو او د کابل خاکجبار کې له ۵۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهابالدین دلاور وايي، د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي.
په ننګرهار کې له ۲۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو، لوګر او جوزجان کې له ۲زره ۱۰۹ کورنیو سره د نغدو پیسو او په زابل کې له ۱۵۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخم مرسته وشوه.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ دروازې ته څېرمه چاودنې له امله، د دغه ولایت امنیه قوماندان او دوه ساتونکو یې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په چهارقلعه سيمه کې چاودېدونکي توکي چاودلي دي، خو مرګژوبله نه لري.
د اقتصاد وزارت کورنيو او بهرنيو انجوګانو ته امر کړی چې تر دويم امر پورې دې د ټولو هغو ښځينه کارمندانو دندې چې له دوی سره کار کوي، وځنډوي.
په پکتيا کې پر ٦٠٠ بڼوالو کيمياوي سره ووېشل شوه او فراه کې له ۹۳۷ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP