Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د زابل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په ارهډ مانده سیمه کې پر ماشومانو یوه پخواني ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په هلمند او بادغیس ولایتونو کې له ۸۶۶ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په فراه او میدانوردګو کې له څه باندې ۳۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په ننګرهار کې له ۱۳۶۹ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
اروپايي ټولنې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړئ، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو شپږ سرتیري چې پرون د اسلامي امارت ځواکونه له لورې نیول شوي وو، بېرته خوشې شول.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره لیدنه کې ویلي، دوی د اسلامي امارت لاسته راوړنې څاري او قزاقي سوداګر او پانګهوال لېواله دي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ګاونډي هېوادونه دې د افغان کډوالو ایستلو برخه کې له نرمښت او زغم کار واخلي او ستونزو ته یې دې رسیدنه وشي.
سیمهییز مسوولین وایي، په فراه او کندوز ولایتونو کې له څه باندې ۳۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د تور او سپین زیړي نږدې ۲۶ زره پېښې ثبت شوې او دغه شمېرې د وړم کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي.
د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د ا.ا د مشر یوه فرمان په ترڅ کې په نظامي برخه کې د دغه ولایت ځوانانو ته دوه زره نوي بستونه ځانګړي شوي دي.
افغانستان کې د ازادي راډیو خبریال او د دنیا او کهکشان راډیوګانو رییس احمد هنایش باندې تېره شپه د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې ناپېژانده وسلهوالو برید کړی دی.
سیمهییز مسوولین وایي، په کابل، بلخ، فراه ولایتونو کې له څه باندې پنځه زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP