ترینکوټ (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، د اروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳ روغتیايي مرکزونو ودانۍ- چې
په اروزګان کې د علماوو په یوه غونډه کې د ناوړه دودونو او ناروا کړنو پر مخنیوي ټینګار وشو او پر خلکو غږ وشو چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د زابل په مرکز کلات کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه او د اروزګان په مرکز ترینکوټ، چورې او دهراود ولسوالیو کې، د څښاک اوبو د ورته ۸ شبکو جوړولو چارې پيل شوې.
د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د پاخه عمر یو کس – چې لور یې د دې ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې د قابلې په توګه دنده ترسره کوله او دی د محرم په توګه ورسره اوسېده – د نامعلومو کسانو له خوا وهل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د اېسياراو په نوم یوې مرستندویه ادارې له خوا ۲ زره ۴۷۲ کسان په کار وګومارل شول.
د تېرو کلونو د جګړو له امله د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې د نورو تاسیساتو ترڅنګ د ۳۲ ښوونځیو ودانۍ نړېدلې او همداسې ویجاړې پاتې دي.
چارواکي وايي، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي لګښت او د افغان پرمختیایې موسسې/ ADA په تخنیکي همکاري د یوه استنادي دېوال او یوه کانال جوړولو چارې بشپړې شوې.
د اروزګان مرکز ترینکوټ په شاهظفر سیمه کې یوه کس خپله مېرمن په وهلو وژلې ده.
د ارزوګان مسوولین وايي چې دولتي وسایط دې د شخصي ګټو لپاره نه کارول کېږي؛ ځکه چې دغه کار نه یواځې له بیتالمال سره خیانت دی، بلکې ترسرهکوونکي یې په منکراتو هم اخته وي.
ترینکوټ (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د اروزګان اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې د ناامنیو او جګړو په پلمه د اروزګان- کندهار لارې جوړولو چارې له
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیوایفپي) د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د سلو ښځو په ګډون، زر کسان د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارلي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دوو کورنیو څلوېښت کلنه دښمني- چې له دواړو لورو په کې ۳۰ کسان وژل شوي وو- د مخورو او دیني عالمانو په منځګړتوب په دوستي بدله شوه.