Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، نن یې په دغه ولایت کې د هنر د ودې او فرهنګیانو د هڅونې په موخه د هېواد د یوه هنرمند د نقاشۍ لسګونه اثار د «مخمل خیال» په نوم یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.
د نږدې لس میلیون افغانیو په لګښت په بدخشان کې د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او په فراه کې د یوې بلې د جوړولو چارې پيل شوې.
د هېواد سرحدي ځواکونه د بدخشان د کوچني پامیر په سرحدي سیمو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي، اجازه نه ورکوي چې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ته یو کوچنی ګواښ هم متوجه شي.
د بدخشان امنیتي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بدخشان ځایي مسوولین وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې په دغه ولايت کې د طبيعي پېښو، په ځانګړي ډول د سېلابونو له امله ٣١ کسان مړه او ٢٤ نور ټپيان، لسګونه ښوونځي او روغتيايي مرکزونه بشپړ او یا یو څه تخریب شوي دي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په هېواد کې د هر ډول نشهیې توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګېدلی او اسلامي امارت یې د بشپړ مخنیوي برخه کې جدي دی.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د کوکنار اړولو پر سر د ځايي خلکو او امنیتي کسانو ترمنځ شخړه شوې چې د پولیسو په ځوابي عمل کې د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژل شوی دی.
د بدخشان امنیه قومانداني وایي، یو کس چې د افغانستان – تاجکستان ګډ بازار کې د نشهیي توکو پر قاچاق تورن و، د تاجکستان له پولیسو د ځانژغورنې په موخه ځان امو سیند ته غورځولی او مړ شوی دی.
د بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو له امله د بدخشان د بهارک او تشکان ولسوالیو مواصلاتي لارې د دغه ولایت له مرکز سره تړل شوې دي.
ځايي مسوولین وايي چې په بدخشان او لغمان ولایت کې د باران او سېلابونو راتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د بدخشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې نیالګي پلورونکي د نوي کال د پسرلي په رارسېدو سره د خپل پلور کچې له ټيټېدو شکایت لري او له خلکو غواړي چې د سمسورتیا او د میوې حاصلاتو برخه کې د ځان بسیاینې لپاره نیالګي وپېري او کینوي.
ځايي مسوولین وايي چې بدخشان او دایکنډي ولایتونو کې د ۱۰۷۷ ښوونځیو له ډلې نیمايي یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP