د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي د اسټرالیا پر وړاندې د لوبې په اړه وایي چې دوی میدان ته د لوبو ګټلو لپاره ښکته کېږي، دا نه ګوري چې مخالفه لوبډله یې کومه ده.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې بنګله دېش سریلانکا ته ماتې ورکړه، خو دواړه لوبډلې لا دمخه په نړۍوال جام کې له مخکې تګه پاتې شوي دي.
په کاناډا کې مېشتو د افغانانو بېلا بېلو ټولنو په یوه ګډه ناسته کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو د یوې اړخیزې پرېکړې مخه ونیسي.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې هند سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې اتمه بریا خپله کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی چارواکی بشیر ستانکزی د جرمني د کرکټ ادارې عملیاتي او پرمختیایي چارو مسوول ټاکل شوی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لخوا په زوره د افغان کډوالو د ویستلو په اړه وایي، دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې اسټرالیا انګلستان ته او پاکستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه، بلخوا سویلي نیمه پای لوبې ته د سویلي افریقا ورتګ یقیني شو.
په یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو کې تر څلورو بریاوو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د کرکټ د اتلانو جام ته لاره پیدا کړه.
د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري ایستلو په غبرګون کې د جمعې په ورځ د بلوچستان په کویټې او یو شمېر نورو سیمو کې کار بندېز او لاریونونه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په دوو امنیتي پېښو کې ۱۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې د نیدرلینډ پر وړاندې بریا د هغو افغان کډوالو په نوم کړه، چې له پاکستانه په زوره ویستل کېږي.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نیدرلینډ ته په ماتې ورکولو سره څلورمه بریا خپله کړه.