د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله اوومه لوبه نیدرلینډ سره کوي، بلخوا سر روزونکي ټروټ ویلي چې دا لوبه ننګونکې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو دسرمنشي استازې ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کيدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي او نغدي شتمنۍ يې په زور ترې اخلي.
د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل وایي، په افغانستان کې د وژل شویو ژورنالستانو کچه ځکه لوړه ده، چې د قاتلینو دوسیې نه دي څېړل شوي.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې هنده سریلانکا ستره او تاریخي ماتې ورکړه او دې بریا سره ددغه نړۍوال جام سیمي فاینل یا دویم پړاو سیالیو ته لاره پیدا کړه.
د کوزې پښتونخوا وتلي پښتون سیاستوال او د ملي دیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ له یو شمېر نورو سیاسیونو او مدني فعالانو سره په ګډه زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سویلي افریقا نیوزلینډ ته په سترې ماتې ورکولو سره د نومرو په جدول کې یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړ.
د وتلي سیاستوال عثمان کاکړ زوی او د پښتونخوا ملي ګوند مشر خوشحالخان کاکړ په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په کلکه غندلې او د پاکستان لومړي وزیر ته یې ویلي چې له ځانه دې شاه شجاع نه جوړوي.
د راپورونو له مخې، اسر اییلي الوتکو غزه کې پر یوه پنډغالي هوایي برید کړی چې له امله یې تر پنځوسو زیات فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
اسلامي امارت له پاکستانه وغوښتل چې له تحمل کار واخلي او د ښه ګاونډیوب، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې دې افغان کډوال جبراً نه باسي.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان بنګلهدېش ته په ماتې ورکولو سره له څلور پرله پسې ماتو وروسته لومړی بریا خپله کړه.
ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان سریلانکا ته په سترې ماتې ورکولو سره نه یواځې درېیمه بریا خپله کړه؛ بلکې د نومرو په جدول کې یې هم پنځم مقام خپل کړ.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په جبري توګه له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو ایستلو سره به بشري ناورین رامنځته شي.