ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام؛ هند سریلانکا هم ماته کړه او نیمه پایلوبې ته ووت

د کرکټ نړۍوال جام؛ هند سریلانکا هم ماته کړه او نیمه پایلوبې ته ووت

author avatar
2 Nov 2023 - 22:25
د کرکټ نړۍوال جام؛ هند سریلانکا هم ماته کړه او نیمه پایلوبې ته ووت
author avatar
2 Nov 2023 - 22:25

اټلانټا (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې هند سریلانکا ته ستره او تاریخي ماته ورکړه او په دې بریا سره د دغه نړۍوال جام سیمې فاینل یا دویم پړاو سیالیو ته یې لاره پیدا کړه.

دا لوبه چې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) د هند په ممبیي ښار کې ترسره شوه، پچه یې سریلانکا وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د هند لوبډلمشر روهیت شرما یوازې په څلورو منډو وسوځېد خو ورپسې شبمان ګل ۹۲، کوهلي ۸۸ او شیریاس ایر ۸۲ منډې جوړې کړې، دغه راز هند د اتو لوبغاړو په سوخېدو ۳۵۷ مندې جوړې کړې او سریلانکا ته یې د ۳۵۸ منډو هدف ورکړ.

د سریلانکا لوبغاړي د هند تېز توپ‌اچوونکو مقابله ونه شوه کړای او ټوله لوبډله یې په ۵۵ منډو وسوځېده،  دغه راز هند دا لوبه د ۳۰۲ منډو په ستر توپیر وګټله.

د هند له لوري شامي پنځه، محمدسراج ۳ او بومرا یو لوبغاړي وسوځول.

په دې بریا سره هند د اوو لوبو په ګټلو ۱۴ نومرې ترلاسه کړې او د نومرو په جدول کې هم لومړی مقام لري، دغه راز لومړی هیواد شو چې د روانو سیالیو دویم پړاو یا سیمي فاینل ته لاره پیدا کوي.

له دې بریا سره هند لومړی، سوېلي افریقا دویم، اسټرالیا درېیم، نیوزیلینډ څلورم، پاکستان پنځم، افغانستان شپږم، سریلانکا اووم، نیدرلینډ اتم، بنګله‌دېش نهم او انګلیستان په لسم مقام کې دي.

Views: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.