Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له څه مودې راهیسې په مرکز ګردېز کې د انتاني ناروغيو د درملنې ۵۰ بستريز روغتون فعالیت درولی چې باید بېرته یې پيل کړي.
د پکتيا په درېیو ولسوالیو کې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت شپږو ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، تشنابونه او څښاک پاکو اوبو سیسټم برابر شول.
د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ له لوري د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه دارلایتام لیليې ته ودانۍ جوړه شوه.
پکتیا کې د برېښنا حوزوي ریاست مسوولین وايي، نن یې د دغه ولایت سيدکرم ولسوالۍ ته د ۴۵ ميليونه افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د مزو غځولو چارې پيل کړې.
پکتيا کې د مڼو يو شمېر بڼوال وايي چې سږ کال د مڼو حاصلات یې د ځینو ناروغیو له امله زیانمن او کم شوي، بل لورته حکومتي مسوولین هم یاده ستونزه تاييدوي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۴۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څلورو رغینزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتيا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په خواجه علي صاحب زيارت کې د غونځې ګل مشاعره جوړه شوه.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولين وايي چې د اوسني نظام د بقا او ثبات لپاره د قومونو ترمنځ یووالی ډېر مهم دی.
د پکتیا کرنې ریاست وايي چې د ۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د ۱۴۵ شنو خونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې په درنو کارونو بوخت يو شمېر ماشومان له حکومتي مسوولينو او مؤسسو غوښتنه کوي چې د مناسب کار او زدهکړو زمينه ورته برابره کړي.
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې یوازې دوه د برېښنايي تذکرو مرکزونه دي چې د ګڼې ګوڼې او لرېوالي له امله دوی نه شي کولای په اسانۍ تذکرې ترلاسه کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رييس وايي چې نړۍوالو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې دسیسې له مخې افغان ځوانان پر نشهيي توکو روږدي کول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP