Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په لوګر ولایت کې د شاوخوا دوه سوه میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې اړوند ۱۹ رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د غلو یوه شپږکسیزه ډله نیول شوې ده.
د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.
د لوګر ولایت مرکز پلعلم کې د پنځو غوره کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان المپیک ملي کمېټې له لوري د لوګر ولایت په کوربهتوب د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د پانګرېشن سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر وايي چې د عصري علومو زده کول د ټولنې مهمه اړتیا ده او ځوانان باید په دې لاره کې جدي هلې ځلې وکړي.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست وايي چې اسلامي امارت د ښځو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دی او که څوک سرغړونه وکړي، ښځې کولای شي شکایت وکړي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې د دغه ولایت په څرخ او محمداغه ولسوالیو کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.
مسوولین وایي چې په کندوز او لوګر ولایتونو کې ۴۵ زره او ۵۰۰ کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.
د لوګر لوړو زدهکړو موسسه کې د یوه جومات او عامه کتابتون جوړولو چارې پيل شوې.
لوګر کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې دودولو په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۵۰ میلیونه افغانيو په لګښت اوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP