Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې په تېر یو کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۰۰ لویې او وړې دښمنۍ او شخړې هوارې شوې دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري تېره شپه د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د سنځلګل کلنۍ دودېزه مشاعره د سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینهوالو په ګډون ترسره شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، ټولې حکومتي ادارې مسوولیت لري چې له رسنیو او خبریالانو سره پر وخت معلومات شریک کړي.
د خیرالدین په نوم د کابل ولایت یو اوسېدونکی له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ لرې د لوګر د مرکز پلعلم ښار یوه پارک کې له ګڼو ستونزو سره ژوند کوي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو تولیدي شرکتونو څارنه پيل شوې او تر اوسه څلور یې د غیرمعیاري فعالیت له امله تړل شوي دي.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې په مرکز پلعلم کې د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې له ایران او پاکستانه راستنو شوو ۵۶۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د لوګر ولایت د کډوالو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې له ۱۰۳۶ کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
د لوګر وایي چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو محاکمو ته ودانۍ جوړې شي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې رسنیو او خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو په موخه د دغه ولایت ټولو ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي دي.
د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي مرسته یې په دغه ولایت کې له ۱۸۰۰ یتیمانو سره د ژمنیو جامو مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP