ژبه

مسوولین: لوګر کې د ښځو لسګونو شکایتونو ته رسېدنه شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د لوګر د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د ښځو څه باندې سلو شکایتونو ته رسېدنه شوې او د جبري نکاح پنځو مواردو مخنیوی شوی دی.

د دغه ولایت د امر بالمعرف ریاست مطبوعاتي مسؤول مولوي اکرام‌الله عزیز خبریالانو ته وویل، دغه ریاست ته په تېرو څو میاشتو کې ۱۳۶ شکایتونه رسېدلي چې له ډلې یې ۱۹ په نارینه‌وو او ۱۰۶ مېرمنو پورې تړاو لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، ډېری شکاینونه د کورنیو ستونزو او د مېرمنو د حقونو په تړاو شوي وو چې د دغه ولایت د امر بالمعرف ریاست محتسبینو له لوري حل شوي دي.

د هغه په وینا، د دوی د محتسبینو په کار او زیار د ولایت په کچه د پنځو اجباري نکاح‌ مخه هم نیول شوې ده او د  ۳۸ ښځو حقونه چې تلف شوي وو، بېرته ورکړل شوي دي.