د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د اختر د اوربند پر مهال په ټول هېواد کې د نا امنيو له امله ١٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې یې هېواد ته د بهرنیو داعشيانو د رالېږدولو مسوول نيول شوى دى.
د ملي دفاع وزارت وایي چې د میدان وردګو ولایت لپاره د وسله والو طالبانو مرستیال والي په یوه نښته کې وژل شوی دی.
د المان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه اړیکه کې یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه توب وړاندیز کړی دی.
د امریکا د پوځ یو جګپوړی جنرال وایي چې روسیې په افغانستان کې له طالبانو سره د وسلو او پیسو په برخه کې همکاري کوله، خو داسې استخباراتي معلومات نشته چې وښيې روسیې دا همکاري طالبانو ته د امریکایي عسکرو د وژلو لپار کوله.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تېرو ۴۵ ورځو په نسبت د کرونا ویروس د لېږد کچه له ۶۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.
کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹) : په کابل کې د کاناډا او اسټرالیا سفارتونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د نړیوالی ټولنی له نورو غړو
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند دوو ځانمرګو چې غوښتل یې د مولا علي پر روغتون او یوه رسنۍ برید وکړي، نیول شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د خپلو تحرکاتو او تاوتریخوالي په پایله کې ۵۱ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پاکستان اوس د ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي ځای دی چې له هغه ځایه پر افغانستان او هند باندې بریدونه کوي.
کابل(پژواک،۳۰غبرګولی۹۹): د کابل پولیس وایي چې په پغمان ولسوالۍ کې د مقناطسي ماین د چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل
ملي دفاع وزارت وایی چې د وسله والو طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ په نښته کې د غور د تېورې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.