د ناټو ملکي استازي د افغانستان له دفاع وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې افغان ځواکونه اوس بشپړ مسلکي شوي او ناټو له دغو ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې افغانستان په نړۍ کې د پنځم پرله پسې کال لپاره د ماشومانو لپاره لومړى مرګونی هېواد اعلان کړی دی.
د افغانستان او روسیې او امریکا په درې اړخیزه ناسته کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مثبت چاپیریال اهمیت ته په کتو، د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه.
امنیتي مسوولین وایي چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د موټربم برید له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امریکا متحدو ایالاتونو افغانستان، کولمبیا او منګولیا هېوادونو سره د کرونا ضد مبارزې برخه کې ۳۰ میلیونه مالي مرسته کړې ده.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې لوی رییس، احمد راشد طوطاخېل وایي، مسوولین زندانونو ته د نشه یی توکو په لیږدولو کې لاس لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د ۳۰ نویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمیره ۳۶۷ تنو ته ورسېده.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي، كه طالبان تاوتريخوالى کم نه کړي، نو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به خپل دفاعي حالت بېرته یرغلیز کړي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د افغان حکومت په محوریت د سولې خبرو پیلېدو غوښتنې سره وايي، د یادو خبرو په پیلېدو سره باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند رامنځته شي.
کورنیو چارو وزارت وايي چې د بادغیس امنیه قوماندان شریف الله چمتو د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبان د ډلې وروستی سفر د دوو امریکایانو چې د طالبانو په ولکه دي، د خوشې کولو په اړه خبرې بولي.