امنیتي مسوولین وايي چې په لغمان کې يو کس د خپلې میرنۍ مور او جوزجان کې بیا یو سړی د خپل خسر د وژلو په تور نيول شوي دي.
جوزجان کې ځينې کونډې ښځې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
د جوزجان د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات څه باندې ۱۱۶ زره ټنو ته رسېدلي خو کروندګر د بازار پر نشتوالي اندېښنه ښيي او له حکومته په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
جوزجان کې یو شمېر معلولین او معیوبین د کاري فرصتونو له نشتوالي او پر وړاندې یې د خلکو له ناسم چلنده شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي، د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
جوزجان کې یوه نجلۍ چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې څه باندې ۱۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، وايي، د خپل کار پراختیا لپاره هڅه کوي څو سل نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د قوشتېپې کانال د کار له پیلېدو هرکلی کوي، خو ځیني نور چې په دغه مسیر کې يې ملکیتونه تخریب شوي، غوښتنه کوي څو ځمکې یا کورونه ورکړل شي.
جوزجان کې یو شمېر مالداران خوښ دي چې سږ کال ورښتونه ډېر او څرځایونه د تېر کال په پرتله شنه دي، خو له کرنې ریاسته غواړي چې د حیواني ناروغیو مخنیوي په موخه دې د دوی څاروي واکسین کړي.
د جوزجان پوهنې ریاست خبر وايي چې په دغه ولایت کې تېر کال خلکو پوهنې ریاست ته یوولس جریبه ځمکه وقف کړې او له سوداګرو او خلکو غواړي چې د ښوونځیو ودانیو جوړولو برخه کې همکاري وکړي.
یو جوزجانی ځوان چې د شاتو مچیو فارمونو کې یې له اته کاله کار کولو وروسته اوس په خپله پانګه د مچیو فارم جوړ کړی، له نورو بېکاره ځوانانو غواړي چې همت او کار وکړي، خامخا بریالي کېږي.
جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د سخت ورښت او توپان له امله د دغه ولایت په خواجهدوکوه ولسوالۍ کې د برېښنا یوه پایه چپه شوې چې یو کس ترې لاندې شوی او مړ شوی دی.
جوزجان کې ځایي سرچینې وایي، دغه ولایت کې څه باندې ۲۲۰ ښځو ته چې له شپږ میاشتنيو حرفوي زدهکړو فارغې شوې، د کار وسایل ورکړل شول.