د جوزجان ځایي مسوولین په داسې حال کې د لسګونو سوالګرو د ثبت او بایومتریک خبر ورکوي چې ځيني سوالګر دا عمل د مجبوریت له مخې بولي او وایي، که مرستې ورسره وشي، سوالګري نه کوي.
د شبرغان ښار ځيني اوسېدونکي په داسې حال کې د خوراکي توکو او وچو مېوو له لوړو بیو شکایت کوي چې د دغه ښار ښاروالۍ د خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکوي.