Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډبرو سکرو یوه کان نړېدو له امله یوه کان کېندونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې نن د جمعې د لمانځه پر مهال یوه جومات ته د لاسي بم غورځولو له امله لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي او د پیښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز ایبک – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سمنگان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي چې له ډلې یې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ځايي مسوولین وايي چې د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د نیمروز د هوايي ډګر د سرحدي قرارګاه ودانۍ جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د سمنګان – بغلان پر لویه لار د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته ورسپارل شو.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو مواصلاتي لارې چې د سختې واورې ورېدو له امله تړل شوې وې، نن بېرته پرانیستل شوې.
سیمهییز مسوولین وايي چې د سمنګان د څلورو ولسوالیو لارې د ډېرې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز ایبک سره تړل شوې دي.
سمنګان کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د یوه کان نړېدو له امله یوه کانکېدونکي ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وروستیو کلونو کې په هېواد، په ځانګړي ډول شمال زون کې وزلوبه یو ځل بیا غوړېدلې او د دې ملي او پخوانۍ لوبې د لوبغاړو او مینهوالو شمېر ورځ تر بلې ډېریږي.
د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه څنډه کې یو شمېر ځوانان په یوه دوکان کې د مبایلونو پر ترمیم بوخت دي؛ دغه دوکان د محمدابراهیم حسنزاده په نوم د هغه دېرش کلن ځوان دی چې پر دواړو پښو معلول دی خو توانېدلي یو بریالی کاروباري شي.
د سمنګان یوې اوسېدونکې سلطانې واحدي د ۴۰ زره افغانیو په پانګونې سره د لبنیاتو د پروسس کارخونه جوړه کړې او له دې لارې یې د دغه ولایت لسګونو بېوزلو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP