ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
نیمروز کې ځايي سرچینې وايي، درې ماشومان چې له خپلې کورنۍ سره پر قاچاقي لار ایران روان وو، د سختې ګرمۍ او تندې له امله لاره کې مړه شوي دي.
نیمروز کې سیمهییزې سرچینې د دوو قومونو ترمنځ د یوې دښنمۍ له هوارېدو خبر ورکوي او زیاتوي، په وروستیو درېیو کلونو کې په دغه ولایت کې د قومي جرګو له لارې ۲۰۰ دښمنۍ پای ته رسېدلې دي.
د نیمروز د کرنې ریاست وايي، سږ کال د دغه ولایت پر شاوخوا ۲۰ زره هکتار ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي چې د ډېرو اورښتونو له امله یې حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په دغه ولایت کې د انټرڼېټي خدماتو له ټیټ کیفیته شکایت کوي چې ځايي مسوولین د دې ستونزې د حل برخه کې د ځينو اقداماتو د ترسره کولو خبره کوي.
نیمروز ولایت کې ځینو سوداګرو د بغلان سېلابځپلو ته د ۳،۵ میلیون افغانیو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي توکي ولېږل.
په هېواد کې د بدل ودونو یو شمېر قربانيانې خپل له کړاوه ډک ژوند له امله شکایت کوي، وايي چې له دغه ناوړه دود سره باید جدي مبازره وشي.
نیمروز کې له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د روږدو ټولولو او درملنې لړۍ د بیا پیلېدو خبر ورکوي.
د نیمروز ځایي سرچینې وایي چې د خیاطانو له لوړو بیو او د دغه ولایت د اوسېدونکو له شکایتونو وروسته، هغوی ته نرخپاڼې برابرې شوي او باید خیاطان د هغو مطابق عمل وکړي، له دې پرته له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
په نیمروز ولایت کې امنیتي مسوولین د نشهیي توکو د تولید یوې کارخونې له کشف او سوځولو خبر ورکړی او وايي چې په دې کارخونه کې ۱۱۱ کیلوګرامه نشهیي توکي هم له منځه وړل شوي او یو کس په دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.
نیمروز کې د ښځو یوه خیریه بنسټ له خلکو او سوداګرو څخه د مرستو راټولولو له لارې لسګونه یتیم او کارګرو ماشومانو ته اختریزې ډالۍ ووېشلې.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د ورېښمو پل دروازه په ایران کې د «سیزدهبدر» عمومي رخصي له امله د یوې ورځې لپاره وتړل شوه.
د نیمروز ټولګټو چارو ریاست وايي چې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د ورېښمو پله له ساحې د ګمرک تر ۳۰ متره حلقوي سړکه پورې د دوه کیلومتره سړک پخولو چارې پیل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن