ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز سوداګرو د بغلان سېلاب‌ځپلو ته د ۳،۵ میلیون افغانیو په ارزښت مرستې ولېږلې

د نیمروز سوداګرو د بغلان سېلاب‌ځپلو ته د ۳،۵ میلیون افغانیو په ارزښت مرستې ولېږلې

author avatar
14 May 2024 - 16:58
د نیمروز سوداګرو د بغلان سېلاب‌ځپلو ته د ۳،۵ میلیون افغانیو په ارزښت مرستې ولېږلې
آرشیف
author avatar
14 May 2024 - 16:58

زرنج (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): نیمروز ولایت کې ځینو سوداګرو د بغلان سېلاب‌ځپلو ته د ۳،۵ میلیون افغانیو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي توکي ولېږل.

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل مدیر نجیب‌الله خاشرودي پژواک خبري اژانس ته وویل، سوداګرو په هغې ناسته کې چې د دغه ولایت له والي سره یې درلوده، د بغلان له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره نغدي او غیرنغدي مرستې اعلان کړې.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو مرستو ټولیز ارزښت ۳،۵ میلیون افغانیو ته رسېږي.

د خاشرودي په وینا، د نیمروز د ملي سوداګرو یادې مرستې د ګومارل شوې کمېټې له لوري بغلان ولایت ته لېږل شوې او د دغه ولایت سېلاب‌ځپلو کورنیو ته به ووېشل شي.

هغه څرګنده کړه چې والي هدایت ورکړ څو مرستې اړمنو ته په شفاف ډول ووېشل شي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.