Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ کې د انجې د پلورونکو او صادروونکو اتحادیې مسوولین وایي چې سږ کال له دغه ولایته هند ته ۸۴۰ ټنه انجه صادره شوې چې د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د ګازنیونې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بلخ ولایت کې د سون توکو یو شمېر پلورونکي د خرڅلاو بازار له پيکه کېدو شکایت کوي او وایي چې سږ کال خلک د تېرو کلونو په څېر د سون توکي نه پېري.
د ژمي په رارسېدو سره د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ د امو سیند څنډو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او هره ورځ ګڼ شمېر کسان دې سیمې ته ورځي.
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري ۴۰ کډوالو کورنیو ته سرپناوې جوړې شوې، دغه راز د یادې ولسوالۍ له ۶۰۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرستې وشوې.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار ځینو ناحیو کې د شاوخوا ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د بلخ د قرهقُل صادراتو د پراختیا انسټیټوټ مسوولین وایي چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې له دغه ولایته بهرنیو هېوادونو ته د قرهقل نږدې ۹۳ زره پوستکي صادر شوي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د ښاروالۍ یوولسمې او دوولسمې ناحیو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ابو عليسینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې د شکرې پر ناروغۍ اخته ۷۵۶ کسان په دغه روغتون کې بستر او له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې د څه باندې ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادر شوې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د حرفوي غلو یوه درې کسیزه ډله نیول شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP