Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د دایکنډي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، «د بادام ګل هنري او کلتوري جشنواره» د دغه ولایت کلتوري او هنري ارزښتونو ته د پاملرنې په موخه ترسره شوه.
د دایکنډي روغتیایي مسوولین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت د روږدو درملنې ۴۰ بستریز روغتون کې د ۴۳۵ کسانو درملنه شوې ده.
ځايي مسوولین وايي چې سرپل ښار کې ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی او د دایکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې یوه ماشوم د برېښنا شارټۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دایکنډي د عامې روغتیا مسوولین وايي چې دغه ولایت کې یوې مور په یو ځل پنځه ماشومان زیږولي خو دوه یې مړه شوي دي.
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په سنګتختوبندر ولسوالۍ کې د ۲۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتيایی مرکز ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د روږدو درملنې لپاره یو ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپ جوړ شوی دی.
د دایکنډي د کډوالو او راستنېدونکو چارو امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې کډوالو، داخلي بېځایه شوو او بېوزلو ته ۶۵ کورونه جوړیږي.
د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي او وایي، د ټیلیفوني اړیکو ټینګولو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دایکنډي کې یو شمېر ښځې چې په انلاین ډول یې د ارایشي محصولاتو پلور ته مخه کړې، وایي، توانېدلې چې له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په خپل شخصي لګښت یې د دې ولسوالۍ په کجپیتاب سیمه کې د څه باندې شپږ کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
دایکنډي کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اشترلي ولسوالۍ خلکو په شخصي لګښت ۵،۵ کیلومتره سړک جوړ کړی دی.
دایکنډي کې یو شمېر کروندګر د انجې کښت ډېروالي او ترویج له امله خوښي څرګندوي او وايي، د دغه ولایت اقلیم ته په کتو د انجې کښت ښه نتیجه ورکوي او دوی توانېدلي چې له دغه طبي بوټي ښه حاصل ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP