د خوست او کونړ اوسېدونکي وايي، د پاکستان جیټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ په شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې پر ۲زره بې وزله کورنيو د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت خوراکي توکي ووېشل شول.
د کونړ کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې ۱۵۰۰جریبه کرنیزه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده .
د کونړ د کانونو رييس مولوي صدیق الله عادل وايي چې په دغه ولايت کې ځايي خلک د قيمتي ډبرو را ایستلو له درکه حکومت ته درېیمه برخه پيسې ورکوي.
د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي وايي، په سيمه کې يې د څښاک پاکې اوبه نشته او ماشومان يې په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي.
په کندهار او کونړ ولایتونو کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اړوند د ګمبیر او کټار سیمو اوسېدونکي وايي چې دوی د سړک نه شتون له امله د مالونو د انتقال او تګ راتګ لپاره له حيواناتو استفاده کوي.
د کونړ ولايت پوهنې رياست مسوولان وايي، په دغه ولايت کې ټول ۴۴۱ ښوونځي فعال دي چې ۲۸۸ يې ودانۍ نه لري.
د کونړ ولايت د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشران وايي، له کلونو راهيسې يوازې دوه نرسان روغتيايي خدمات وړاندې کوي چې بسنه ورته نه کوي او حکومت باید دا ستونزه حل کړي.
د کونړ د کرنې رياست مسوولان وايي چې د دغه ولايت د مرکز اسعداباد اړوند د سالار کانال پاکولو په پروژه کې نهه زره کسانو ته د کار په بدل غنم ورکولو کېږي.
. . .
په کونړ کې يو شمېر هغه کسان چې د نښتر له لرګي بېلابېل لاسي توکي جوړوي، وايي چې صنعت يې له هېواده بهر هم مينه وال لري، خو دوی بهرنيو بازارونو ته لاسرسی نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP