اسعد اباد (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د کونړ د مرکز اسعداباد په ګډون په ډېرو سيمو کې خلکو په خپل شخصي لګښت د اوبو له ژرندو برېښنا توليد کړې او خپل کورونه يې پرې روښانه کړي دي.
د اوبو ژرندې له پېړيو راهيسې په افغانستان کې دود وې، خو د پرمختللې ماشینرۍ په راتلو سره له یادو ژرندو اوس تر ډېره استفاده نه کېږي.
خو په کونړ کې لا هم د اوبو ژرندې شته چې اوس یې ځینو ته د برېښنا تولیدي ډاینموګان لګولي دي.
د دغه ولايت د خلکو د معلوماتو له مخې، د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خلکو د سیند او نورو اوبو ته سلګونه ژرندې جوړې کړې دي.
د کونړ وټه پور ولسوالۍ د غونډۍ کلي اوسېدونکی ۵۵کلن معشوق له تېرو لسو کلونو راهيسې له نيکونو ورپاتې د اوبو پر ژرنده د برېښنا کوچنۍ ټوربين نصب کړی او لسګونو کليوالو ته يې ترې برېښنا ورکړې ده.
هغه وويل: "ژونده له نيکونو راپاتې ده، اوس مو د برېښنا ډاينمو ورباندې نصب کړی او ۱۵۰ کورنيو ته برېښنا ورکوو."
د دغه ولايت د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي صالح محمد هم پژواک ته وويل چې له تېرو شلو کلونو راهيسې يې له خپلې ژوندې لسګونو کليوالو ته برېښنا ورکړې ده.
ده وويل، کليوالو دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ راټولې کړې چې پر هغوی یې پر خپله ژرنده ډاینمو نصب کړی او برېښنا یې توليد کړې ده.
صالح محمد زياته کړه: "په اوړي کې زموږ ژرنده فعاله وي، خلکو ته غله دانه هم اوړه کوو او تر سلو کورنيو ته مو د برېښنا اسانتيا هم برابره کړې ده."
دی وايي چې کونړ د اوبو له اړخه يو غني ولایت دی، خو لا هم منظمه برېښنا نه لري.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د کونړ سيند له اوبو دې د برېښنا د توليد لپاره هم استفاده وکړي.
د دغه ولايت د برېښنا شرکت رييس شهاب الدین یاسر پژواک ته وويل چې د تېر نظام په وخت کې د ياد ولايت سيد پر اوبو د پنځو برېښناکوټونو جوړېدو سروې شوې او هيله شته چې کار يې ژر پيل شي.
دی وايي چې په دې سره به نه يوازې ټول کونړ ته برېښنا ورسېږي، بلکې يو شمېر نورو ولايتونو ته به هم ورکړل شي.
ده دغه راز وويل چې حکومت اوس هم خلکو ته د برېښنا برابرېدو په برخه کې هڅې پيل کړې او په دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی.
دی وايي چې اوس د وټه پور ولسوالۍ د مناګي برېښنا کوټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه وويل چې د دغه برېښناکوټ پر مټ به کابو ۸زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.