د کونړ امنيه قوماندان مولوي عبدالحق حقاني نن يوې خبري غونډې ته وويل چې امنيتي ځواکونو په تېره يوه مياشت کې د قتل، غلا او نشه يي توکو د قاچاق په تور۵۰ کسان نيولي دي.
خلک وايي، کونړ کې د واده د موټريز کاروان پر يوه موټر د امنيتي کسانو په ډزو کې يو تن وژل شوی او بل ټپي دی؛ خو چارواکي وايي، پلټنې کوي چې د پېښې عاملين امنيتي کسان دي که له بل چا سره تړاو لري.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس وايي چې د دغه ولايت په سرکاڼو او خاص کونړ ولسواليو کې يې مېرمنو ته د اقتصادي ودې په موخه د ۱۱۴۶۷۳ ډالرو په لګښت د ۲۰۰۰ باغچو جوړېدو کار پيل کړی دی.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې له نږدې لس زرو بزګرانو او مالدارانو سره يې د غنمو اصلاح شوي تختم، کيمياوي سرې او حيواني خوړو مرسته کړې ده.
د کونړ د مرکز اسعد اباد اړوند مکلي سيمې يو شمېر ځوانانو له شپږو مياشتو راهيسې د کتاب لوستنې فرهنګ دودېدو لپاره کلي په کلي کمپاين پيل کړی دی.
د کونړ والي وايي چې په مورنۍ ژبه خبرې او زده کړې کول د ټولو وګړو اساسي حق دی، په همدې مناسبت دوی ژمن دي چې هېوادوالو ته پر خپلو مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابره کړي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د کلیوالي شوراګانو پر مټ یې د کونړ د ځنګلونو په هغو سیمو کې چې په خپلسرې توګه یې ونې وهل شوې او یا سېلابونو ویجاړې کړې، د شاوخوا ۵۰۰زره نیالګیو اېښودو چارې پیل کړې دي.
د کونړ خلک او چارواکي وايي چې د دغه ولايت جغرافيايي جوړښت مخابراتي پوښښ محدود کړی او په ډېری سيمو کې ټيلېفونونه کار نه کوي.
د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ اړوند د وړې ګوریګا سیمه کې د واورې ښویېدنې پېښه کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي او شپږ نور نادرکه دي.
د کونړ د پوهنې رياست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۵زره هغو کليوالو ماشومانو لپاره ۵۰۰ درسي ټولګي جوړ شوي چې مخکې يې ښوونځي ته لاسرسی نه درلود.
پارون (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې خلک په داسې حال کې ۲۰۰زره افغانۍ، ۱۵۰ پسونه، دوه غواوې او دوه
اسعداباد (پژواک، ۶سلواغه ۱۴۰۰): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني لوري په راکټي بريدونو کې يو ماشوم
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP