اسعداباد (پژواک، ۶سلواغه ۱۴۰۰): د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې د ياد ولايت پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني لوري په راکټي بريدونو کې يو ماشوم وژل شوی دی.
په ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا ویاند حمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې وړمه ورځ د پاکستاني لوري د راکټي بریدونو له امله یو ماشوم وژل شوی او د ځایي خلکو یوشمېر څاروي هم تلف شوي دي.
نوموړي دغه راز زياته کړه چې که پاکستاني نظامیان پر کونړ بريدونو ته دوام ورکړي، نو افغان ځواکونه به يې پروړاندې غلي پاتې نه شي.
بل خوا د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ګلاب پړۍ سيمې یوه اوسېدونکي برکت الله پژواک ته وویل چې د تېرې دوشنبې په ورځ پاکستاني نظامیانو د دوی سيمه پر راکټونو وېشتلې او له امله يې د ده يو ۱۲کلن زوی وژل شوی دی.
نوموړي وویل: " د ورځې دوه بجې وې زوی مې څاروي څرول چې ترڅنګ یې د پاکستاني پوځيانو د توپ مرمۍ ولګېده او مړ شو."
دی زياتوي چې په ياد بريد کې يې ۱۵څاروې هم تلف شوي.
د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمي قومي مشر حاجي محمد انور بیا وایي، کلونه کېږي چې پاکستانيو نظامیانو د کونړ خاوره د خپلو راکټي بریدونو هدف ګرځولې ده.
نوموړی وايي چې په خپلو کروندو کې د پاکستان د راکټي بريدونو له وېرې کار نه شي کولی او نه پوهېږي چې ولې يې نه پرېږدي.
د يادونې ده چې د پاکستان له لوري پر کونړ وخت ناوخته توغندويي بریدونه کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









