Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار د زړو توکو د پلور له ګڼېګوڼې په ډک بازار کې د لاسي پلورونکو ښځو شمېر ډېر شوی خو دغه ښځې وايي، دغه کار ځکه کوي چې د خپلو کورنیو سرپرستې ور له غاړې ده.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې شاوخوا درې اونۍ مخکې یوې کورنۍ د یوه کس جسد چې د خپلې کورنۍ د غړي ګومان یې پرې کړی و، خاورو ته سپارلی، خو څو ورځې وروسته هغه کس چې ګومان کېده مړ شوی، ژوندی کور ته راغی او خلک یې حیران کړل.
میمنه (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ګازنیونې له امله دوو کسانو ژوند
فاریاب کې یو شمېر ممیز پلورونکي او بڼوال وایي چې په لاسي او ډیجیټلي تلو کې د وزن توپیر په سوداګریزو معاملو کې ستونزې پیدا کړې او دغه تفاوتونه د دوی د مالي زیان لامل شوي دي.
فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي او موټرپلورونکي جسد په قرمقول ولسوالۍ کې په یوه څاه کې موندل شوی او د قتل په تور یې دوه کسان چې وروڼه دي، نیول شوي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د سختې واورو ورېدو له امله د دغه ولایت له مرکز میمنې ښار سره د دوو غرنیو ولسوالیو ارتباطي لاره تړل شوې ده.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار او دولتاباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شېرینتګاب ولسوالۍ د «نمبر۱» لویې لارې په اوږدو کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له خوا د طبي کثافاتو له ناسم مدیریته شکایت لري او دا چاره چاپېریال او عمومي روغتیا ته جدي ګواښ بولي، خو مسوولین وایي چې دا ستونزه ۷۰ سلنه کنټرول شوې ده.
د فاریاب یو شمېر بڼوال او ملي سوداګر وایي چې سږ کال دغه ولایت کې د ممیزو د تولید کچه دوه برابره لوړه شوې، خو د دغه محصول بیه ډېره ټيټه شوې ده.
د فاریاب د پوهنې مسوولین وايي، د دغه ولایت د چهلګزي ولسوالۍ «تګاب هیرک» لېسې ته وروسته له څلوېښتو کلونو د یوه خیریه بنسټ له لوري او د خلکو په مرسته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP