Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره د سلګونه نجونو لپاره د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شو.
میمنه (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د میمنی – اندخوی پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې
د فاریاب والي د دغه ولایت د پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه د څه باندې ۶۰۰ محصلینو د فراغت په مراسمو کې له ځوانانو وغوښتل څو په هېواد کې پاتې شي او د وطن په ابادۍ کې ونډه واخلي.
فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې نږدې زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
فاریاب کې ځايي مسوولینو د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د چارو له پیلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له تېرو جګړو د پاتې ډیسي توپ سرګلولې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د سختې وچکالۍ له امله نږدې ټول للمي او ۵۰ سلنه اوبیز کښتونه وچ شوي؛ بلخوا، کروندګر او مالداران هم دغه وضعیت اندېښمن کړي او د مرستې غوښتنه کوي.
سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په درهصوف پایین ولسوالۍ کې د ډبرو سکر یوه کان کې د چاودنې له امله اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار د زړو توکو د پلور له ګڼېګوڼې په ډک بازار کې د لاسي پلورونکو ښځو شمېر ډېر شوی خو دغه ښځې وايي، دغه کار ځکه کوي چې د خپلو کورنیو سرپرستې ور له غاړې ده.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP