منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کندز کې څلور تنه د درېیو کسانو د وژنې په تور نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۷ کتنې

کندز (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): د کندز امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دشت‌ارچي ولسوالۍ کې څلور تنه د درېیو کسانو د وژنې په تور نیول شوي دي.

د کندز د امنیه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ څلور تنه د کندز د دشت‌ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي هغه مهال ونیول شول چې د ابدان دښتې پر لویه لاره یې خپل درې تنه د تره زامن د ځمکې پر سر د شخړې له امله وژلي وو.

خبرپاڼه زیاتوي چې یادو کسانو له سیمې څخه تېښته کړې وه، خو د امنیتي او کشفي پولیسو له لوري ونیول شول.

امنیه قومانداني لیکلي چې نیول شوي مظنونین به د لومړنیو پلټنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.