Language

د سرو زرو بیې له بې‌ساري لوړېدو وروسته بېرته مخ په ټیټېدو دي

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): د یوه پام‌وړ صعودي پړاو له تېرېدو وروسته اوس مهال په نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو د هر اونس بیه له ۴۹۸۲ ډالرو څخه ۴۵۴۵ ډالرو ته ټیټه شوې ده؛ کارپوهان دغه تغییر د نړۍوالو سیاسي بدلونونو او د پانګه‌والو له ‌خوا د ګټې لپاره د سرو زرو د پېر او پلور له امله بولي.

د هغه ویب‌سایټ د معلوماتو پر بنسټ چې نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو بیې خپروي  (Investing.com)، د تېر میلادي کال د فبرورۍ په دویمه د سرو زرو د هر اونس بیه ۲۸۶۰ ډالر وه چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۱۸مې ۴۹۸۲ ډالرو ته لوړه شوه، خو نن (د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ دویمه) ۴۵۴۵ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

کابل ښار کې یو زرګر حاجي محمدفواد صالح‌زاده پژواک ته وویل چې په کابل کې هم د ۸۸۰ عیار (د ۲۱ عیار معادل) سرو زرو د هر ګرام بیه د روانې میاشتې (سلواغه) تر نهمې ۱۱ زره او ۲۰۰ افغانیو ته رسېدلې وه، خو له تېرو درېیو ورځو راهیسې یې بېرته نزولي حالت خپل کړی او نن یو ګرام دغه سره زر په ۹۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سروزرو بیو کې د بدلون لاملونه څه دي؟

د زرګرانو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو د بیو بدلون له نړۍوالو بازارونو سره مستقیم تړاو لري.

حاجي محمدفواد صالح‌زاده د سروزرو بیو ټیټېدو په اړه پژواک ته وویل: «لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، د سروزرو د بیو لوړېدل او ټیټېدل د نړۍوالو سیاستونو او نړۍوالو خبرونو له امله دي، همدا د امریکا د ولسمشر غورځې پرځې دي چې د سروزرو بیو لوړېدو او ټیټېدو لامل ګرځي.»

د هغه په خبره، په تېرو اونیو کې ایران ته د امریکا خبرداریو د سروزرو بیه ډېره لوړه کړې وه، خو دا مهال د ترکیې په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو موضوع د سروزرو بیې بېرته ټیټېدو لامل شوې ده.

په همدې حال کې، د کابل ښار د مشعل سوداګریز مارکېټ یو بل زرګر حاجي ذاکر ارین وایي: «د سرو زرو بیه په اصل کې نړۍواله ده او زموږ د هېواد له کورني وضعیت سره هيڅ تړاو نه لري، شکر الحمدالله امنیت شته؛ که په نړۍوالو بازارونو کې د سروزرو بیه لوړه وي، لامل یې د نړۍ وضعیت دی؛ کله چې د نړۍ وضعیت خراب شي، طلا هم لوړېږي او که وضعیت ښه شي، بیه یې ټیټېږي.»

هغه زیاته کړه: «له ۲۰۲۱ کال وروسته د منځني ختیځ وضعیت لا بحراني شوی، له همدې امله د سروزرو بیه په نړۍوالو بازارونو کې لوړه شوې ده.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د سروزرو بیه ټیټه شوې، وویل: «دا چې دا ورځې په ترکیه کې د امریکا او ایران د مذاکراتو موضوع مطرح ده، د سرو زرو بیه ټیټه شوې؛ که مذاکرات پایلې ته ورسېږي، بیه به نوره هم راټیټه شي او که پایله ورنه کړي، بیا به لوړه شي.»

د سرو زرو بیو لوړېدو په اړه د کارپوهانو تحلیل

اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رشتیا د سرو زرو بیو ټیټېدو په اړه وویل: «په وروستیو کلونو کې د سرو زرو بیې د لوړېدو په حال کې وې او دلیل یې هم دا و چې تقاضا ورته ډېره وه؛ خلک د راتلونکي په اړه بې‌باوره وو او د امنیتي ستونزو او جګړو اندېښنه یې لرله؛ نو ځکه ټولو د سرو زرو پېرلو ته مخه کړه او په پایله کې یې بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوه.»

هغه زیاته کړه: «خو دا چې ولې په وروستیو ورځو کې د سرو زرو بیه ټیټه شوه، علت یې دا دی چې خلکو ډېره طلا اخیستې وه او کله چې یې بیه لوړه شوه، د ګټې لپاره یې بېره وپلورله، له همدې امله په نړۍوالو بازارونو کې د سرو زرو عرضه زیاته شوه او بیه یې راټیټه شوه.»

هغه زیاتوي، همدارنګه د بانکونو له‌ خوا د بهادارو سندونو د عرضې زیاتوالی او د ګټې د کچې لوړېدل لامل شوي چې خلک د سرو زرو پر ځای پر بهادارو ورقو پانګونه وکړي.

بل‌خوا، د اقتصادي چارو کارپوه محمدشبیر بشیري وایي چې په بازار کې د سرو زرو د بیو لوړېدو او ټیټېدو ستراتیژیک عامل د پانګه‌والو له‌خوا د سرو زرو پېر او پلور ته مخه کول دي.

هغه زیاتوي: «پانګه‌وال هغه مهال د سرو زرو پېر ته مخه کوي چې د بازار، پانګونې او سوداګرۍ راتلونکی مبهم احساس کړي؛ نو د ثابت عنصر په توګه پر طلا پانګونه کوي، څو د بحران تر تېرېدو وروسته خپله شتمني خوندي کړي، خو کله چې د بازار له راتلونکي ډاډمن شي، بیا طلا بازار ته وړاندې کوي او پیسې یې په نورو برخو کې بندوي؛ دا چاره د سرو زرو د بیو لوړېدو او ټیټېدو ستراتیژیک لامل بلل کېږي.»

سره له دې چې په دې وروستیو کې د سرو زرو بیه ټیټه شوې، د سرو زرو بازار لا هم د نړۍوالو تحولاتو او د پانګه‌والو له چلنده اغېزمن دی او کارپوهان اټکل کوي چې د بیو بدلون به دوام ولري.