کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په لړ کې په خپله لومړۍ تمریني لوبه کې سکاټلینډ ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
نننې لوبه چې د هند په بنګلور ښار کې ترسره شوه پچه یې افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۴ منډې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه دروېش رسولي ۸۴، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او محمد نبي ۳۴ منډې جوړې کړې.
د سکاټلینډ لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۳ منډې وکړې او د ۶۱ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
په دغه لوبه کې عظمت الله عمرزي درې، محمد نبي او ضیاء الرحمن د سکاټلینډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
دغه راز، افغان لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه خپله دویمه تمریني لوبه د روانې فبروري میاشتې په څلورمه له وېسټانډیز سره ترسره کړي.