میمنه (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۴): فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مولوي عبدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ پېښه پرون شپه شاوخوا ۹ بجې د اندخوی ولسوالۍ په مرکز کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله شوې ده.
نوموړی وايي، په یاده پېښه کې یوه موټرسایکل چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.
هغه زیاته کړه، دویمه پېښه نن وروسته له غرمې د میمنې – اندخوی پر لویه لار د بار وړونکي او کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP