میمنه (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ مازیګر مهال د قرمقول او دولتاباد ولسوالیو ترمنځ د میمنې – اندخوي پر لویه لار یوه پاسو او یو کرولا موټر ټکر کړی چې په پایله کې د دوو ښځو او څلورو نارینهوو په ګډون شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
مسوولین وايي، یاده پېښه کې د مزارشریف د هوايي لوا د هلیکوپټرو د ساتنې او مراقبت کنډک د تعلیم او تربیې امر محمد ظاهر پیلوت او د هغه مېرمنې او لور ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اندخوی روغتون مسوول ډاکټر سنجر عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادې پېښې مړي د دولتاباد ولسوالۍ او درې ټپي شوي ماشومان د اندخوی روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
دغهراز، نن په دغه ولایت کې دوې نورې ترافیکي پېښې هم رامنځته شوې دي چې له امله یې اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل، چې لومړنۍ ترافیکي پېښه نن سهار د میمنې – المار پر لویه د یوه کوچني او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه پېښه کې د حاجي عبدالرسول نوابي په نوم د فاریاب یو قومي مشر ژوند له لاسه ورکړی او د نوموړي د لېږدونکي کوچني موټر چلوونکی ټپي شوی دی.
د عبدالرسول نوابي زوی انجنیر عبدالبصیر نوابي وايي چې پلار نن سهار غوښتل په المار ولسوالۍ کې خپلو ځمکو ته ورشي چې لېږدونکی موټر یې له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی دی.
دغهراز، د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل چې دویمه ترافیکي پېښه د دغه ولایت د اندخوی ولسوالۍ په مرکز کې له سړکه د یوه کرولا موټر د وتلو له امله رامنځته شوې ده.
ده زیاته کړه چې په دغه موټر کې شپږ کسان سپاره وو.
د اندخوی ولسوالۍ د روغتون مسوول ډاکټر سنجر عمر پژواک ته وویل، له یادې پېښې درې مړي او درې ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي وو چې یو ټپي بیا په روغتون کې د سختو پټونو له امله ساه ورکړه او د دوو نورو ټپیانو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.
ده زیاته کړه چې په مړو شوو کې دوې ښځې، یو سړی او یو ماشوم شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP