Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي مسوولین وایي چې د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو د دوو ساعتونو په موده کې یو ملي سوداګر د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
د افغانستان بانک سرپرست د عینک مسو د استخراج او پروسس شرکت له مسوول سره په ليدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د مالي او بانکي معاملاتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او ستونزو هواري په اړه خبرې شوې دي.
هرات کې د پاسپورټونو د وېش پر مهال د جعل کارۍ او بډو اخیستو په تور ۳۰ کسان نیول شوي
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د حج د نویو ثبت شویو متقاضیانو لپاره په ټول هېواد کې د پچې اچونې بهیر ترسره شو.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، یوه بهرنی شرکت غواړي چې د افغانستان د کانونو د استخراج په بدل کې، د ريل پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان په تړاو ددوحې تر غونډې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي کابل ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې، پخپله ارزونه کې يې غوښتنه کړې چې په کابل کې د نورو هېوادونو دیپلوماتیک حضور زیات شي.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په میدان وردګ ولایت کې د ۳۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت ۴۵۱ وړې پروژې پرانیستل شوې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر بلخ ولایت کې د حوزوي روغتونو له ټولو چارو څخه د لیدنې ترڅنګ په یاد روغتون کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه پرانیستله.
سرپرست حکومت وایي چې د اسلامي امارت دسیاسي کمېسیون په غونډه کې د دوحې راتلونکې غونډې په اړه په تفصیلي توګه خبرې وشوې.
د کانونواو پټرولیم وزارت وایي چې د بدخشان د ارغستان ولسوالۍ د سرو زرو کان په یوه شفافه داوطلبۍ کې د باختر فولاد شرکت ته په قرارداد ورکړل شو
د کابل ښاروالۍ وایي چې د لومړۍ ناحیې اړوند له سپاهي ګمنام څلور لاري څخه تر پل خشتي پورې د ځمکې لاندې د مارکیټ جوړولو لومړني کارونه پیل شول.
د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د څه دپاسه ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د تخار ولایت د ینګې کلا ولسوالۍ د پنج سیند غاړو د تحکیماتو پروژو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP