Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د اسلامي امارت د مشر د تازه حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ادارو کې نوې ګومارنې شوې دي.
په پکتیا او هلمند ولایت کې د بیا رغونې دوه پروژې بشپړې او په لغمان ولایت کې دیوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ۲مه ناحیه کې د ۳۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پيل شوې دي.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د استخراج شویو شوکاڼو، چې نیمه پروسس یې شوی وي، د رویالیټۍ او ګمرکي تعرفې ټیټولو پرېکړه وشوه.
د ارشاد، حج تو اوقافو وزارت وایي، په پام کې لري چې پلازمینې کابل او ولایاتو کې د حج لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل کړي.
د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د تېرې چاودنې په تور د دوو کسانو د نيولو خبر ورکړی دی.
د مالیې وزارت وایي چې په خوست ګمرک کې د شاوخوا ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو د تمځای جوړولو چارې پیل شوې.
د میدان وردګو ولایت مسوولین وایي چې د کابل – کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم پلازمېنه کابل کې ۶ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.
. . .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې یو پلاوی یې په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان کډوالو خبرې کړې دي.
په فراه ولایت کې د ۶ زونونو په کچه د فوټبال پيل شوې سیالۍ د عدالت فراه لوبډلې په بریای پای ته رسېدلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP