Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډله د ځوانانو اسیا جام شلاووریزو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه لوبه له هانګکانګ سره وکړي.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې نن خپله څلورمه لوبه له تاجکستان سره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد له ۱۷ کلونو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه کمبودیا ته تللې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډلې او هانګکانګ ترمنځ پایلوبه د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه خو د دوو لوبو په ګټلو او ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره افغان لوبډله اتله اعلان شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې عمان ته په ماتې ورکولو سره د دغو لوبو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د عمان او هانګکانګ هېوادونو له لوبډلو سره په درې اړخیزو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له هانګکانګ سره کوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د دوه شل اووریزه تمریني سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د عمان له لوبډلې سره وکړي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست د اروپایي ټولنې له سفیرې سره په لیدنه کې ویلي چې د کډوالو په نوم کېدونکې مرستې دې په مستقیمه توګه کډوالو ته ورکړل شي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې ګډون کوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د دوه شل اووریزه تمریني سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د عمان له ملي لوبډلې سره وکړي.
په کابل کې د ۱۴ ولایتونو د ۲۸۱ ورزشکارانو تر منځ د آشي هارا کاراټې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د غوراوي په موخه ملي سیالۍ پیل شوې.
د ووشو فدراسیون وایي چې افغان ورزشکارانو په ایران کې «د سولې او دوستۍ» جام سیالیو کې څلور د سرو زرو، دوه د نقرې او دوه د برنزو مډالونو ګتلي او په دغو سیالیو کې یې لومړی مقام ترلاسه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP