د غزني په خواجهعمري ولسوالۍ کې د خلکو په اووه میلیون افغانۍ شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
په غزني کې د افغانستان ملي ګنجنې تر نامه لاندې د سیمهییزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
غزني کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ شلاوریزې سیالۍ د افغانمل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د کوکنار او بنګو ۱۴۳ جریب کښتونه اړول شوي او د نشهيي توکو د تولید او پروسس اووه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې یوه ماشوم د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
غزني کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د شلو ورزشکارانو ترمنځ د نیزېوهنې سیالۍ پيل شوې.
غزني د ګيرو ولسوالۍ په ديسي سیمه کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
د میدانوردګو حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه وروڼه د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د غزني عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې د جک (Jack) روغتیایي موسسې فعاليتونه درولي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ کې یې درې هغه کسان نیولي چې د شپې له مخې به یې د کورونو دروازې ټکولې او خلکو کې یې وېره پیدا کړې وه.
د غزني والي وايي، د افغانۍ دودولو په موخه یې په دغه ولایت کې د هر ډول بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز لګولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP