غزنيښار (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): په غزني کې د افغانستان ملي ګنجنې تر نامه لاندې د سیمهییزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
یاد نندارتون د غزني مرکز اړوند د بهلول سیمه کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري جوړ شوی دی.
د غزني صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي حضرت موسی ابو منصور وویل، یاد نندارتون یې د دغه ولایت د صنعتکارانو او سوداګرو د ملاتړ په موخه جوړ کړی دی.
هغه وویل: «دلته د صنعتکارانو محصولات نندارې ته وړاندي شوي چې دا به د دوی لپاره ډېر ګټور وي او موخه مو هم د صنعتکارانو او نورو هڅول دي.»
دغه راز، د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرتالله جمال وویل، دوی په ټول هېواد کې دغه ډول ۵۰ نور نندارتونونه جوړوي څو خلک پوه شي چې افغانستان هم پیاوړي صنعتکاران لري.
نوموړي وویل، افغاني تولیداتو ته بازارموندنې لپاره تر اوسه یو- یو نندارتون په ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو کې جوړ شوي خو اوس پلان دی چې په چین کې هم جوړ شي.
همدرانګه یوه صنعتکار محمدکریم پژواک ته وویل، دا لومړی ځل دی چې خپل محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي دي.
هغه زیاته کړه: «زموږ محصولات، قالینې، مشروبات او روب دي چې موږ یې جوړوو او همدارنګه لاسي صنایع هم لرو چې نندارې ته مو ايښې دي.»
دغه راز، د یاد نندارتون یوې ګډونوالې نرګس حقمل پژواک ته وویل چې په دغه نندارتون کې د غزني له مرکز او یو شمېر ولسوالیو ۴۰ مېرمنو ګډون کړی دی.
هغې زیاته کړه: «دا ډول نندارتونونه له دې امله ښه دي چې د ښځو لاسي صنایع بازار پیدا کوي خو له ښځو سره باید ډېره همکاري وشي څو محصولات یې ښه رشد وکړي.»
د غزني د حکومتي مسوولینو معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۶۰ سلنه خلک په کرنې او مالدارۍ، ۱۵ سلنه په سوداګرۍ او پاتې نور په صنعتي کارونو بوخت دي.