د کابل ښار په قلعه فتحالله سیمه کې یوه بولاني پخوونکې مېرمن له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي څو د بولاني دغه دوکان پر یوه لوی رسټورانټ بدل او لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د پاکستانۍ وریجو، هندۍ بورې او مالیزیایي غوړیو بیې ټیټې شوې، خو د نفتي توکو، اوړو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
ډاکتران وایي، که څه هم چُره (فتق) ناروغي ډېره خطرناکه نه ده، خو پرته له عملیاتو یې درملنه ناشونې ده، که د بدن په کومه برخه کې درد احساسېږي او هلته غوټه لیدل، باید کېږي ژر ډاکتر ته مراجعه وشي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د نفتي توکو، پاکستانۍ وریجو او هندي بورې بیې لوړې شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو درېیو ورځو کې څه باندې ۷۵۰۰ افغان کډوال له پاکستان په زور ایستل شوي او د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو نږدې اتو میاشتو کې څه باندې ۱۲۰۰ کسان په هېواد کې پر کانګو ناروغۍ اخته شوي چې ډلې یې ۱۱۴ کسان مړه شوي دي.
د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هېواد په ځینو ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره مل له نسبي تېزو بادونو خبر ورکوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې پرون څه باندې ۵ زره کډوال له پاکستان او له درې زره ډېر له ایرانه راستانه شوي دي.
نن کابل ښار کې د اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو او پټرولو بیې هم لوړې شوې خو د ډېزلو، بورې او سروزرو بیې ټیټې شوې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېره ورځ له ایرانه نږدې ۴زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په برخه کې د نړۍوالو مرستو جلبولو په موخه د یوه څلور کسیز پلاوي په مشرۍ قطر ته ولاړ.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، له تېرو لسو ورځو راهیسې ۱۰۳ ټانکره بېکیفیته پټرول تېل چې له ایرانه فراه ولایت ته وارد شوي وو، بېرته دغه هېواد ته ورګرځول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP