ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې بولاني‌‌پخوونکې پلوشه چې د شپږو اولادونو اعاشه ور له غاړې ده، له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي

کابل کې بولاني‌‌پخوونکې پلوشه چې د شپږو اولادونو اعاشه ور له غاړې ده، له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي

author avatar
12 Dec 2023 - 14:15
کابل کې بولاني‌‌پخوونکې پلوشه چې د شپږو اولادونو اعاشه ور له غاړې ده، له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي
author avatar
12 Dec 2023 - 14:15

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۲): د کابل ښار په قلعه فتح‌الله سیمه کې یوه بولاني پخوونکې مېرمن له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي څو د بولاني دغه دوکان پر یوه لوی رسټورانټ بدل او لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل ښار قلعه فتح‌الله سیمې پر لومړي سړک «د بي‌بي حاجي بولاني‌پزي» په نوم دوکان د خلکو پام ځان ته جلبوي؛ په دغه دوکان کې چې یوې مېرمنې جوړ کړی، د پنځو نورو مېرمنو له خوا پېرېدونکو ته بېلابېل ‌ډول بولاني، اشک، منتو او یو شمېر نور خواړه لکه شوروا، قورمه او هر ډول موسمي ترکارۍ پخېږي.

د یاد دوکان موسسې پلوشې عیسی پژواک خبري اژانس ته وویل‌، دغه دوکان یې یو کال مخکې په پنځه زره افغانیو جوړ کړی دی.

کومه ګټه چې له دې لارې ترلاسه کېږي، نه یوازې دا چې د پلوشې د اووه کسیزې کورنۍ لګښت پوره کوي، بلکې هرې کارکوونکې ته د ورځې ۱۲۰ افغانۍ معاش هم ورکوي او که عاید ډېر وي، کارکوونکو ته ډېرې پیسې ورکوي.

پلوشې دوه ځلې واده کړی، لومړی خاوند یې مړ شوی او دویم خاوند یې له بلې ښځې سره واده کړی، هغه اوس له خاونده جلا اوسېږي او مستقل ژوند لري. پلوشه شپږ اولادونه لري او د ټولو د پالنې مسوولیت یې ور له غاړې دی.

پلوشې دغه دوکان په یوې نصواري رنګه پردې نیم کړی، یوه برخه یې پېرېدونکو او بله یې خوړو چمتو کولو ته ځانګړی کړی دی.

نوموړې په داسې حال کې چې اوړه یې هوارول وویل، یاد رسټورانټ کې هره ورځ پېرېدونکو ته له مهالوېش سره سم بېلابېل خواړه لکه بولاني، اشک، بریاني، بامیه، شوروا، د کچالو بوراني او داسې نور خواړه چمتو کوي.

د هغې په خبره، ورځ تر بلې یې د پېرېدونکو شمېر، په ځانګړي ډول د بولانیو پېرېدونکي مخ په ډېرېدو دي، تر دې چې کله کله د ورځې درې یا څلور ځلې اوړه لندوي او تر ۱۵ ګېډیو ګندنه مصرفوي.

نوموړې وایي: «د ورځې باید تر ۱۲۰ بولاني او ۱۰ خوراکه اشک او منتو پاخه کړم او ویې پلورم.»

پلوشه چې هره ورځ له خپلو همکارانو سره د سهار له ۷ بیا د ماښام تر ۶ بجو کار کوي وایي، که څه هم کار یې سخت دی خو خوشحاله ده چې خپلو اولادونو ته حلاله روزي پیدا کوي.

نوموړې چې تر شپږم ټولګي یې درس لوستی وایي، د خپلو اولادونو، په ځانګړې توګه د خپلو لوڼو ښوونې او روزنې او درس ته ډېره پاملرنه کوي څو روښانه راتلونکی ولري خو د ښوونځيو بندېدو له امله خپه ده او له اسلامي امارت غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

پلوشه د داسې ورځې هیله لري چې په کابل ښار کې د «بي‌بي حاجي بولانی‌پزي» په نوم ډېرې نمایندګۍ پرانیزي.

نوموړې له اسلامي امارته غواړي چې د متشبثو ښځو ملاتړ وکړي او زیاتوي: «زموږ لپاره دې یو دایمې ځای جوړ کړي څو خپل کوچنی رسټورانټ پر یوه لوی رسټورانټ بدل کړای شو او ډېرې مېرمنې په کار وګومارو.»

په یاد رسټورانټ کې د فریما نادري په نوم یوه شاګرده هم له اسلامي امارته غواړي چې دې ډول مېرمنو لپاره ځانګړی ځای جوړ کړي.

نوموړې چې د کابل ښار د قلعه فتح‌الله سیمې اوسېدونکې ده وایي: «اووه میاشتې کېږي چې دلته کار کوم، له خپل کاره راضي یم؛ ځکه چې مخکې وزګاره وم، په اونۍ کې مختلف خواړه پخوو، خوشحاله یم چې شکر ډېر پېرېدونکي لرو.»

د هغې په خبره، هر څومره چې پېرېدونکي ډېر شي، هماغومره به د دوی معاش هم ډېر شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، دغه وزارت پلان لري چې له خصوصي سکټور سره په همکارۍ مرکز او ځيني ولایتونو کې د ښځو لپاره ځانګړي مارکېټونه جوړ کړي.

نوموړي وویل، ټاکل شوې چې د کابل په شهرنو پارک کې د ښځو لپاره یو ځانګړی مارکېټ جوړ شي څو خپله ښځې په کې پېر او پلور وکړي.

هغه وویل: «ان‌شاءالله کار روان دی او په تمه یو چې دغه مارکېټونه ژر جوړ شي څو هغه متشبثې مېرمنې چې خپل کارونه یې له صفره پیل کړي، و ځلېږي او سوداګري وکړي.»

د هغه په خبره،  یاد مارکېټونه به په درې پوړونو کې جوړ شي او ډېر شمېر دوکانونه به ولري.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.