د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، تېره مياشت په دغه ولايت کې د جنايي او نورو پېښو په تړاو ۱۵۷ کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام وايي چې د دغه ولایت د صرافانو اتحاديه د قانوني اسنادو او جواز نه درلودو له امله وتړل شوه.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د پاکستان له زندانونو تازه ازاد شوي ۳۲ افغانان پرون د تورخم له لارې بېرته هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۷۷ کيلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو پنځه کسان نیولي دي.
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ نهه کلنه دښمني د قومي منځګړیتوب له لارې پر دوستۍ بدله شوه.
ننګرهار کې د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسیون له خوا جلالاباد ښار کې د برېښنا رياست لسګونه جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې يوه ماشوم زدهکوونکي داسې يوه اله جوړه کړې چې پر مټ يې سولري تختې په لمر پسې تاوېږي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالي کې د تندر لوېدو پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د تورخم لاره بېرته د مسافرو او ناروغانو پر مخ خلاصه شوه.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزير ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې یوه غونډه کې ویلي، د هر پوهنځي او څانګې محصل بايد د عصري زدهکړو ترڅنګ ديني پوهه هم ولري.
د ننګرهار په درهنور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شپږکلنه دښمني د قومي مشرانو، ديني عالمانو او چارواکو په هلو ځلو پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
د ننګرهار يو شمېر کروندګر چې وروستيو ورښتونو او سېلابونو يې ځمکې، فصلونه او باغونه زيانمن کړي، له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP