Language

تورخم دروازه د مسافرو او ناروغانو پر مخ بېرته خلاصه شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، تورخم دروازه بېرته د مسافرو او ناروغانو پر مخ خلاصه شوه.

دغه لاره درې ورځې مخکې پاکستاني چارواکو نوو ودانيو ته د پاسپورټ ادارو لېږدولو له امله تړل شوې وه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق‌الله قریشي بېګا ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لار سبا دوشنبې (د غویي ۳۱ مه) د سهار اووه نیمې بجې بېرته د افغان مسافرو او ناروغانو پر مخ خلاصېږي.

هغه زیاته کړې وه، لاره په تېرو درېیو ورځو کې یوازې د ترانزيټ پر مخ پرانيستې وه.