Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره د مخې ښې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو خبرې کړې دي.
که څه هم ډاکټران ماشوم ته تر دوه کلنۍ پورې د مور شیدې ورکول د مور او ماشوم دواړو روغتیا لپاره ګټور بولي خو ځیني میندې تر دې وخته خپل ماشوم ته شیدې نه ورکوي؛ ځکه فکر کوي چې دغه کار یې د بدن کمزوري کېدو، ژر زړېدو او د اندام خرابېدو لامل کېږي.
ډاکټران وایي، د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ په ځانګړي ډول سینهبغل ډېرېږي، کورنۍ باید پر سینهبغل د اخته ماشومانو له په خپلسري درملنې ډډه وکړي او پر دې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر روغتیایي مرکز ته انتقال کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې څلور زره معلولینو او د شهیدانو ورثهوو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د نسایي ولادي متخصصین سپارښتنه کوي چې هره جوړه باید له واده مخکې خپلو ماشومانو ته د ارثي ناروغیو د لېږد د مخنیوي لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړي او خپله وینه معاینه کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تېره میزان میاشت په کابل ښار کې د زېږون څه باندې ۱۶ زره کارتونه وېشل شوي او له ۲۶ زره ډېرو کسانو ته د تذکرو د اصلاح او تایید خدمتونه وړاندې شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د نږدې څلور زره بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې د دغه وزارت په رسمي بلنه د ازبکستان هېواد د دیني علماوو یو پلاوی کابل ته راورسېده.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ارقامو په وړاندې کولو سره وايي چې د زمري میاشتې په پرتله په وږي میاشت کې د صادراتو اندازه ډېره شوې خو واردات کم شوي دي.
کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان کال په دویمه ربعه کې یې څه
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې روان لمریز کال په ټول هېواد کې څلور اعشاریه ۸۳ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه ډېروالی ښيي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دوو ایراني او افغاني شرکتونو مسوولینو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له غزني تر کندهاره د پنځو سبسټېشنونو جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP