Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند وایي، دغه وزارت د همغږۍ پروګرامونو او ملي مناظرو جوړولو له لارې اطلاعاتو ته
کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په بهر کې د مېشتو افغانانو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼې
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون ناسته کې د کاني موادو د پروسس او صادراتو د پاليسۍ مسوده او د هېواد په بندرونو کې د لابراتواري کمپلېکس جوړولو طرحه تایید شوه.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات کې یو کس د خپلې ښځې، مور او لور د وژلو په تور نیول شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هېواد د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپاین پیل شوی دی.
د عامې روغتیا وزیر له نړۍوالو شریکانو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي چې له ۲۰۲۶ کال وروسته به د هېواد روغتیايي سکټور لپاره یو ستراتیژیک او اوږدمهال پروګرام شتون ولري چې په هغه کې د تمویلوونکو رول روښانه شوی او له جامع ارزونې وروسته به د خدمتونو ادغام په منطقي ډول عملي شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې په ايران کې دې له مېشتو افغان کډوالو سره د اسلامي او نړۍوالو اصولو په چوکاټ کې چلند وشي.
د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتي مرکزونو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۱،۱ میلیون ماشومانو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.
روغتیايي مسوولین د روان ميلادي کال په شپږو میاشتو کې د هېواد په خصوصي او دولتي روغتونونو کې د ملاریا د ۵۰ زره مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي او وايي، دا ناروغي اوس هم په افغانستان کې عامه روغتیا ګواښي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په نفتي او ساختماني برخو کې سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د ټکنالوجۍ په اوسني عصر کې موبایل د ورځني ژوند پر یوه نه بېلېدونکې برخه بدل شوی، ډاکټران وايي چې د میندوارۍ پر مهال د موبایل له حده ډېر کارول کولای شي د مور او د هغې د ماشوم د روغتیا لپاره خطر رامنځته کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه د تایید وړ وبلل شوه چې له مخې به یې په هېواد کې د کبانو روزنې اووه زره او ۷۰۰ نوي فارمونه جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP