Language

له هراته ايران ته د سلګونو کسانو د غیرقانوني تګ مخه نیول شوې ده

هرات (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴): د هېواد په لوېدیځ کې ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو وايي چې د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې يې بهر ته د ۸۷۰ کسانو د غیرقانوني سفر مخه نیولې ده.

د ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره اونۍ د دې قول‌اردو د لسمې سرحدي لوا کنډکونو د منظمو عملیاتو په نتیجه کې ۸۷۰ کسان چې غوښتل یې په قاچاقي ډول د هرات له پولو ایران ته واوړي، نیول شوي دي.

د سرچینې په خبره، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د نورو قانوني اچرااتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. دغه اقدامات د سرحدونو د امنیت د ټینګښت او د انسان د قاچاق د مخنیوي په موخه روان دي.