Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ډاکټران وايي، ډېرې ميندې د میندوارۍ او له زېږون وروسته مهال د اندېښنو، ویني کموالي او کمزورۍ له امله پر ژور خپګان اخته کېږي چې که له دوو اوونیو ډېر دوام پیدا کړي، باید ارواپوه ته مراجعه وشي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې واک ته د ا.ا له رسېدو مخکې په هېواد کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره د خدماتو وړاندې کولو یوازې ۸۰۰ سایټونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰۰ سایټونو ته رسېدلی چې له لارې یې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
ډاکټران وایي چې پښتورګو کې د ډبرو پیدا کېدو مخنیوي په موخه بايد اوبه ډېرې وڅښل شي، مالګه او سره کړي خواړه دې کم استفاده شي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال په اردن کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د خصوصي ښوونځيو اتحادیې رییس وایي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځيو فیسونه شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي او په دغو ښوونځيو کې د زدهکوونکو شمېر ډېر شوی دی.
د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپايي ټولنې له استازې، د انګلستان سفارت له سرپرست او د اسپانیا په سفارت کې د افغانستان د چارو له مسوول سره په لیدنه کې سېلابځپلو ته د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه وکړه.
غور کې ځايي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه شوي دي.
پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې د راغلو سېلابونو له امله ۸۵ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
د افغاني سره میاشتې ټولنې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۴۰ ماشومان د درملنې په موخه کابل کې څلورو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت پلاوي د ګامبيا پلازمېنه بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مه سرمشريزه کې ګډون وکړ.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت وايي، د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ورښتونو له امله ۸ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي، څو جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ کړٍي دي.
د ملي دفاع او کانونو او پټرولیم سرپرست وزیرانو له بهره راغلو افغانانو سره لیدنه کې د شته ستونزو د ژر هوارېدو ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د بيارغونې او پرمختګ چارو کې ونډه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP