ژبه

بیکدلي له ایراني شرکتونو غوښتي چې د افغانستان د کانونو برخه کې پانګونه وکړي

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ایراني شرکتونو د افغانستان د کانونو سکټور کې د ګډ کار او پانګونې غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت‌الله بدري په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضا بیکدلي سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د هېواد د کاني زېرمو برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي: «د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کانې زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله، دغه راز د ایراني شرکتونو د پانګونې او د کانونو برخه کې یې د ګډ کار غوښتنه  وکړه.»

هغه دغه‌ راز د افغانانو د تخصصي ظرفیت لوړولو برخه کې د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.

خبرپاڼه کې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی او په اړوندو برخو کې یې د دغه وزارت پر لازمو همکاریو ټینګار وکړ.