کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د «قزاق – افغان سودګریزې مجمع» په پرانیستغونډه کې وویل، افغانستان او قزاقستان هوکړه کړې چې په کابل او الماتا کې د ګډو سوداګریزو مرکزونو رامنځته کولو ترڅنګ باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، یاده مجمع چې نن (سهشنبه، د وري ۲مه) د څه باندې ۴۰۰ افغان او قزاق سوداګرو او پانګهوالو په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړولو په موخه په هېواد کې ترسره شوه، د سوداګریز تواصل کنفرانس، دوه اړخیزې سوداګریزې ناستې او دغهراز په کابل کې د دواړو هېوادونو د محصولاتو نندارتون پهکې شامل دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دغو مراسمو کې وویل، افغانستان او قزاقستان له پخوا راهیسې په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې ښې اړیکې درلودې او ګډو فرهنګي او ټولنیزو اړیکو دا دواړه هېوادونه یو بل ته نږدې کړي دي.
هغه وايي، د افغانستان د اسلامي امارت په بریالي کېدو سره دا اړیکې د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې نوي پړاو ته داخل شوې او د هرې ورځې په تېرېدو یې پراختیا موندلې ده.
هغه په داسې حال کې چې ویل یې، په ۱۴۰۳ کال کې په هېواد کې د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنې ته لوړه شوې وه زیاته کړه: «موږ ژمن یو چې دا کچه ۳ میلیارد ډالرو ته ورسوو.»
نوموړی وايي، یادې موخې ته د رسېدو لپاره دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د سوداګریزو هوکړهلیکونو حجم ډېر شي، په کابل او الماتا کې سوداګریزې خونې رامنځته شي، د سیمې په کچه لا ډېر نندارتونونه ترسره شي او په قزاقستان کې د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره بازارموندنه وشي.
عزیزي وايي، قزاقستان له افغانستان سره د مستقیمې سوداګرۍ سربېره له چین او روسیې سره د افغانستان سوداګرۍ لپاره یو مناسب ترانزیتي هېواد هم دی.
د هغه په خبره، د افغانستان جغرافوي موقعیت د مرکزي اسیا بازارونو ته د لاسرسي امکان له خپلې خاورې برابر کړی او د افغانستان ځمکنۍ لارو د توکو د ترانزیټ امکان د مرکزي اسیا په سوېل کې پروت ګڼ نفوس لرون:ي هېواد ته برابر کړی دی.
ورته مهال، د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر سریک ژومانګارین په دغو مراسمو کې وویل، هېواد یې د کابل او استانې ترمنځ د دوامداره اقتصادي مشارکت غوښتونکی دی.
هغه چې ویل یې قزاقي سوداګر او پانګهوال په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي زیاته کړه چې په دغه نندارتون کې ۲۵ قزاقي شرکتونو ګډون کړی دی.
نوموړي وویل: «موږ پر دې باوري شوي یو چې با ثبات او سوکاله افغانستان د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم دی.»
هغه وایي، دواړه هېوادونه ژمن دي څو د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر درې میلیارد ډالرو پورې ورسوي او همدې موخې ته د رسېدو لپاره باید دواړه خواوې هڅه وکړي.
ورته مهال، په افغنستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په دغه پروګرام کې وویل: «ویاړم چې د افغان – قزاق د سوداګرۍ درېیم نندارتون کې حضور لرم، دا د دوو ملتونو د اړیکو د عطف مهمې نکتې او په سیمه کې د اقتصادي پراختیا اړیکه ده.»
هغې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د درې میلیارد ډالرو ټاکل شوی هدف وستایه.
د دغه نندارتون په څنډه کې د دواړو هېوادونو د محصولات نندارتون هم ترسره شو.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وویل چې په دغه نندارتون کې د دواړو هېوادونو سوداګرو او متشبثینو د دوو ورځو لپاره په څلوېښتو غرفو کې خپل محصولات لکه خوراکي او طبي توکي، نوشابې، لاسي صنایع او داسې نور توکې نندارې ته ایښي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP