ژبه

ختیځ زون کې د پولیو واکسین د کمپاین پيل؛ له پنځو کلونو کم‌عمره نږدې ۱،۵ میلیون ماشومان واکسین کېږي

توسط افسانه حیدري

اگست 30, 2025 - 1:40 pm

Views: 526

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د هېواد د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، یاد کمپاین په درېیو پړاوونو کې پلی کېږي چې موخه یې د پولیو ویروس له خطره له پنځو کلونو د کم‌عمره ماشومانو خوندیتوب دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، لومړی پړاو د ۲۰۲۵ کال د اګسټ له ۳۰مې د سپټمبر تر ۵مې د ننګرهار په مرکز، بهسودو، بټي‌کوټ، سره‌رود او خوګیاڼو ولسوالیو، دغه‌راز د لغمان په مرکز مهترلام او د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې او دویم پړاو د سپټمبر له ۲۷مې د اکټوبر تر ۳مې د ختیځ زون په ۲۰ ولسوالیو کې او درېیم پړاو د اکټوبر له ۱۸مې تر ۲۴مې د ختیځ زون په ۲۳ ولسوالیو کې پلی کېږي.

سرچینې زیاته کړې، ټاکل شوې په یاد کمپاین کې له پنځو کلونو کم عمره نږدې ۱،۴ میلیون ماشومان واکسین شي.

دغه‌راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د پولیو زرقي جزیي واکسین (fIPV)  د ۴ تر ۵۹ میاشتنیو ماشومانو لپاره له ستنې پرته د یوې عصري وسیلې له لارې تر پوستکي لاندې تطبیقېږي او د پولیو څاڅکي واکسین (OPV)  ماشومانو ته له زېږون تر پنځه کلنۍ په خوراکي ډول د خولې له لارې ورکول کېږي.

سرچینه وايي چې د پولیو زرقي جزيي واکسین (fIPV) د ماشومانو د معافیت سیسټم په لوړولو او د پولیو ویروس د خپرېدو خطر په کمېدو کې مهم رول لري او د هغو ماشومانو معافیت چې پخوا یې د پولیو څاڅکي واکسین (OPV) ترلاسه کړی، لا پياوړی کوي.

خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي له قوله ویل شوي: «د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د افغانستان له هر ماشومه د پولیو ناروغۍ د خطر پر وړاندې ساتنه وکړي؛ په یاد کمپاین کې غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې ماشومان د هېواد په ختیځو سیمو کې دواړه واکسینونه زرقي او خوراکي ترلاسه کوي، څو د وجود د معافیت سیسټم یې پياوړی شي او له پولیو د یوه پاک افغانستان پر لور یو بل ګام هم نږدې شو.»

هغه زیاته کړې چې د پولیو پر وړاندې مبارزه کې د ټولنې د ټولو غړو همکاري مهمه او حیاتي ده؛ میندې، پلرونه او د کورنۍ نور غړي کولای شي د کمپاین پر مهال د خپلو ماشومانو په واکسین کولو هغوی له دایمي ګوزڼ څخه وساتي، ځايي مشران کولای شي خلک وهڅوي څو خپل ماشومان واکسین کړي او د واکسین له ټیمونو ملاتړ وکړي.